د کاپیسا ولایت د اوبو ګټه اخیستونکو ټولنو عمومي غونډه ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۰:۱۶
1

یاده غونډه د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئیس انجنیر کاوه خروش تر مشري لاندې، د کاپیسا ولایت مقام استازي محترم مولوي جمعیت الله او د کاپیسا ولایت د مرکز او ولسوالیو د 26 د اوبو ګټه اخیستونکو ټولنو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو سرچینو د کمښت، د 11 وړو، متوسطو او لویو بندونو د لومړني سروې د ګزارش، د وچکالۍ بحران د مدیریت د څرنګوالي د طرحي او پلان، د ګلبهار(‌زاغ آبیدان) بند د طرحې او د باغدرې د برېښنا بند د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، په دې غونډه کې د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې د رئیس له لوري د باغدرې بند په هکله یو پرزنټیشن ګډونوالو ته وړاندې شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu