د کاپیسا ولایت د باغدرې بند له محور څخه لیدنه ترسره شوه
د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش او ورسره مل تخنیکي ټیم د کاپیسا ولایت د باغدرې بند له محور څخه لیدنه وکړه.
همدارنګه، ښاغلي خروش د کوه صافي له مرستیال ولسوال محترم قاري محمد جمشید سره وکتل او د دوو پایو مخابراتي آنتنونو د نصبولو د اړتیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د ام.سي.سي- جي.سي. ال شرکت د ۸ میاشتو په موده کې د باغدرې بند د جیوفزیک او جیو تخنیک د مطالعاتو امکان سنجي ترسره کوي، چې له هوکړهلیک سره سم د اوبو او انرژي وزارت، د کاپيسا ولایت او د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست په دې برخه کې له نوموړي شرکت سره همکاري کوي.