د کاپیسا ولایت پر اوبیزو سرچینو باندې د پانګونې د جلب په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۶:۱۹
1

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم انجنیر کاوه خروش د افغان- استرالیا  (ARM-FAO)مشورتي او مدیریتی شرکت د څارنې، سروې او ډیزاین له ولایتي مسؤل محترم انجنیرسمیع الله صافي سره وکتل او د کاپیسا ولایت پر اوبیزو سرچینو باندې د پانګونې د جلب په برخه کې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه په دغه لیدنه کې، د کاپیسا ولایت په مرکز محمودراقي او نجراب، تګاب، لومړي حصې او دوهمې حصې ولسوالیو کې د ۳۹ کانالونو د پاکاري په هکله هم خبرې وشوې او د نوموړي شرکت ولایتي مسؤل د نوموړو کانالونو د پاکاري په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu