د کاپیسا په سیندیزه فرعي حوزه کې د ستونزو د هوارولو او د چارو د چټکتیا په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش تر مشري لاندې د یاد ریاست د ټولو کارمندانو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ستونزو د هوارولو، د چارو د چټکتیا، د ریاست د اونیزو پلانونو د طرحو او د یادو مطرح شویو پلانونو د پلې کېدو او نه پلې کیدو په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.
