د کجکي بند د آبریزو په مسیر کې د کاسې د لا ډېرو رسوباتو د مخنیوي په موخه د ۱۲ چکډمونو سروې ترسره شوه
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د کجکي بند د آبریزو په مسیر کې د کاسې د لا ډېرو رسوباتو د مخنیوي په موخه د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ، د هراود او چهار چینو ولسوالیو کې د ۱۲ چکډمونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه او چاپېریالي سروې ترسره کړه.
د نوموړو چکډمونو په جوړېدو سره به د کجکي بند کاسه د ډېرو رسوباتو له خطر څخه و ژغورل شي.