د کجکي بند د دویم فاز پروژې د دویمې برخې تړون تعدیل شو
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د هلمند ولایت د کجکي بند د دویم فاز پروژې د دویمې برخې د تړون تعدیل، د ۷۷ ترکي شرکت اجرایوي مسئول محترم بوراک اونسال سره لاسلیک کړ.
ددي تړون پر بنسټ، د یادې پروژې پاتي چارې به د اوبو او انرژي وزارت، د ۷۷ ترکي شرکت او د افغانستان برېښنا شرکت د درې اړخیزو هوکړو پر بنسټ پرمخ وړل کېږي.
