د کندز ولایت د خان آباد ، اقتاش او ګلتپې ولسوالیو او مرکزي سیمو د حقابې د تنظیم په موخه ناسته ترسره شوه
د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د کندز ولایت د خان آباد، اقتاش او ګلتپې ولسوالیو او مرکزي سیمو د میراباشانو، کوکباشانو او د خان آباد پروژې له ساتونکو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د نوموړو ولسوالیو د خلکو ستونزې واورېدل شوې او د هغوی د حقابې د تنظیم په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړینې پرېکړې وشوې.