د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په هکله د همغږي څلور اړخیزه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي په معینیت کې ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۴:۲۱
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم ملا عبدالقاهر ادریس تر مشرې لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت معین ښاغلي انجنیر وحیدالله حلیمي، د افغانستان برېښنا شرکت او سپین زر تولیدي شرکت د استازو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې د زمینې  د چمتو کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د انرژي ښاغلي معین په یاده پروژه کې د پانګونې په موخه د اړینو سپارښتنو د وړاندې کولو ترڅنګ، د هېواد انرژي سکتور د پر ځان بسیاینې او په دې برخه کې د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu