د یوه افغان سوداګریز شرکت مسؤلینو او د هغه چینایي شریکانو د انرژي او برېښنا د تولید بندونو په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۳:۳۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د پانګونې د جذب رئيس محترم انجنیر دادمحمد زرمتي د خپل کار په دفتر کې د حسیب صفي عاشوري سوداګریز شرکت له مسؤلینو او د هغه له چینایي شریکانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو په افغانستان کې د بادي، لمریزې او د ډبرسکرو له سرچینو څخه د برېښنا انرژي او د برېښنا بندونو د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.

د پانګونې د جذب رئيس په دغه لیدنه کې، د نوموړي شرکت مسؤلینو او چینایي شریکانو ته یې د هر ډول برېښنا انرژي او د برېښنا د تولید بندونو په پروژو کې پانګونې ته د زمینې د چمتو کولو په برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د اوبو او  انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته د کورنیو او بهرینو شرکتونو لېوالتیا ډېره شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu