سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم بند د چارو د پيل په موخه به اړین اقدامات تر لاس لاندې ونیول شي

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۱:۵۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د سرپل له والي محترم الحاج محمد یعقوب عبدالرحمن"اکه" سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د سرپل والي اوبو او انرژي پروژو ته د هغه ولایت د خلکو د اړتیاوو په هکله د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام سره خبرې وکړې او په هغه ولایت کې یې د سلطان ابراهیم  بند پروژې د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د سرپل والي ته ډاډ ورکړ، چې د نوموړې بند جوړولو پروژه چې د ملي پراختیا شرکت په مشارکت سره پرمخ وړل کېږي، د دغه وزارت په کاري لومړیتوبو کې ځای لري او ان شاء الله په نږدې راتلونکې به یې چارې پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۸
Background image

لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د بیارغونې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

 

د لوګر مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور، د علماؤ شورا رئيس محترم شیخ مولوي شریف  او د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د خروار ذخیروي بند د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۳۷
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د فراه له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د فراه له والي محترم مولوي غوث الدین رهبر سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو په فراه ولایت کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۱۵
Background image

فاریاب ولایت کې د جانقرې کانال جوړولو او پاکاري چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د فاریاب د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالي کې د جانقرې کانال جوړولو او پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د چټکتیا او. . .

بیرته تګ

User account menu