سمنګان ولایت کې د خواجه نظر چکډم چارې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۴:۵۲
1

د سمنګان ولایت په فیروز نخچیر ولسوالي کې د خواجه نظر چکډم چارې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د شمال سیندیزې حوزې د عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی، د خلم- ایبک سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا محمد عمر انس او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د پراختیایي پروژو په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د دغه چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د ۶ متره په لوړوالي او د ۳۲ متره په اوږدوالي سره جوړیږې، چې د ۸ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا به ولري او زر کسان به ورڅخه برخمن شي.

همدارنګه، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس د فیروز نخچیر له ولسوال محترم قاري بلال سره دلېدنې ترڅنګ په دغه ولسوالي کې د دهن درې بند له سیمې څخه هم لیدنه وکړه او د سیمې خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې د دغه بند د تخنیکي سروې د ترسره کولو وروسته به یې اړین اسناد د وزارت له مقام سره شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu