غزني ولایت کې د دیګانانو د اوبو رسونې شبکې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي اړوند د دیګانانو کلي د اوبو رسونې شبکې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې اوبو رسونې شبکې چارې چې د ډي. آر. سي موسسې په مالي لګښت د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.