غزني ولایت کې د سنګاسي چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د غزني ولایت د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د غزني ولایت په مقر ولسوالي کې د سنګاسي چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
نوموړی چکډم د ۴۶ مترو په اوږدوالي او د ۵.۳ مترو په لوړوالي جوړیږې، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۲۳۰۵.۷۳ متره مکعب اوبه ذخیره شي.