غزني ولایت کې د یرګتو ذخیروي او اوبولګو بند تخنیکي سروې ترسره شوه
د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د غزني ولایت د اندړو ولسوالي د یرګتو سیمه کې دیرګتو ذخیروي او اوبولګولو بند تخنیکي سروې ترسره کړه.
د نوموړي بند په جوړېدو سره به ۶۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه، د یرګتو سیمې د ځمکې لاندې اوبه او کاریزونه تغذیه، خلکو ته به د کار زمینه چمتو، د چاپېریال په ښکلا او په اقلیم باندې به مثبت اغېز ولري.