غور ولایت کې د زرخرید پشت‌ګران چکډم پروژه د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۳:۵۲
1

د غور ولایت په تیورې ولسوالي کې د زرخرید پشت‌ګران چکډم پروژه د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجه څخه د درې میلیونه، درې سوه، درې اتیا زره، نهه سوه او دروېشت( 3،383،923) افغانیو په ارزښت د غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني، د ولایت مقام د استازي،  دتیورې ولسوالي د مسؤلینو او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس د نوموړې پروژې ګټې اخیستنې ته د سپارلو په غونډه کې  د هغې د ارزښت په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اوبه ملي پانګه او الهي امانت دی چې باید ورڅخه په ښه توګه ګټه پورته شي او د اوبو مدیریت یې د ټولو ګډه دنده وبلله.
نوموړې پروژه به نوموړي ولسوالي کې  د سیلابونو د کنټرول او د هغو ګواښونو د کمولو، د موسمي بارانونو د اوبو د راټولولو، د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا او په کرنیزو چارو کې د ګټې اخیستنې په موخه پلي شوه او پکې لسګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۳
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له خوشې شویو اوبو څخه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند له خوشې شویو اوبو څخه د اوومې ورځې لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو بهیر په منظم ډول روان دی او زیاتره. . .

بیرته تګ

User account menu