لغمان سیندیزه فرعي حوزه کې د وړتیا لوړونې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۶:۲۱

دغه ورکشاپ د کابل د سیندیزې عمومي حوزې د مسؤلینو له لوري د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي په شتون کې د نوموړې حوزې د کارمندانو د وړتیا لوړونې په موخه ترسره شو.

په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د اوبو له سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیتسنې د میکانیزم، د اوبو سرچینو د ګټې اخیستونکو لپاره د میټرونو د نصبولو، د کرنیز او څښاک اوبو د څاګانو، د موټر او غالي وینځلو ځایونو، د غیر الکولي مشروباتو د تولیدي شرکتونو او د حمامونو د اسنادو د ترتیبولو د پړاوونو د کړنلارې په هکله اړین معلومات وړاندې شول.

همدارنګه د اړوندو مسؤلینو له لوري د دغه ورکشاپ د ګډونوالو پوښتنو ته اړین ځوابونه ورکړل شول.

User account menu