لغمان ولایت کې د درې چکډمونو لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۴۱
1

د کابل حوزوي عمومي ریاست د تخنیکي سلاکار محترم انجنیر حبیب الرحمن امیني په مشري یو تخنیکي پلاوي د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا په لغمان ولایت کې د احمدزیو اوریاخېلو، شکرمان او وچ شمکټ چکډمونو لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره کړه.

د نوموړو چکډمونو په جوړېدو سره به باراني او سیلابي اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي.

همدارنګه، نوموړي پلاوي د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې په برخه کې هم اړینې کړنې ترسره کړې.

User account menu