لغمان ولایت کې د کرنج درې اساسي چکډم څه د پاسه 3 میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۰:۴۴
1

د یاد چکډم ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني، د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشيدي، د اېف، جي، او مؤسسې مسؤولینو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی و.

ښاغلي حقاني د یاد چکډم له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د اوبو د مدیریت په برخه کې به ډېرې هلې ځلې وکړي او د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئيس هم د نوموړي چکډم د تخنیکي ځانګړتیاوو، ټولنیزو او اقتصادي ګټو په هکله ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د نوموړي چکډم رغنیزې چارې د ډبلیو، اېف، پي مؤسسې په مالي لګښت او د اېف، جي، او مؤسسې په تخنیکي ملاتړ د لغمان ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د 3 میلیونه 400 زره افغانیو په لګښت د درې میاشتو په موده کې بشپړ شو.

دغهٔ چکډم 26 متره اوږدوالی او 4.5 متره لوړوالی لري، چې د 3500 مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا په لرلو سره 90 هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

د یادولو وړ ده، چې د نوموړي چکډم په رغنیزو چارو کې ګڼ شمېر ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او چې ورسره به د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي، د سېلابونو اوبه به مهار او د طبیعت ښکلا به ورسره څو برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu