له شبرغان تر خواجه الوان د ښتې او له خواجه الوان د ښتې تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژه پرانیستل شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۵:۳۶
1

دغه پروژه د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر آخند، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کابینې یو شمېر غړو، والیانو او د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او ځایي خلکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دغې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې په لنډه توګه د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره، دغه پروژه په هېواد کې د برېښنا د ستونزو د هوارولو په برخه کې ارزښتناکه وبلله او یادونه یې وکړه چې د انرژي سکتور پروژې د اسلامي امارت د چارو په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور هم د دغې پروژې په هکله خبرې وکړې او د انرژي سکتور په برخه کې یې د هغې پلي کول یو مثبت ګام وباله.

همدغه راز، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې په مراسمو کې ملت ته وویل، لکه څنګه چې له خپلو امراوو سره همغږي لرئ، خپله همغږۍ له هغوی سره ډیره کړئ او ستاسو امرا هغه کسان دي چې له خدای(ج) څخه ډاریږي او پر تاسو باندې زړه سواندې دي او له شکه پرته چې د ملت او امارت ترمنځ له زیاته همغږي به د لا زیاتو پرمختګونو لپاره زمینه چمتو کړي.

همدارنګه د کډوالو او راستنېدونکو سرپرست وزیر محترم حاجي خلیل الرحمن حقاني په دغو مراسمو کې وویل: " د خوښۍ ځای دی چې هېواد مو د آبادي په لور روان دی او په دې برخه کې ملت او دولت په ګډه هڅې کوي".

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم هم په دغې برنامې کې د برېښنا د ارزښت په هکله خبرې وکړې او دغه پروژه یې د هېواد د اقتصاد په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

همدارنګه د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رئيس محترم مولوي عبدالرحمن رحماني د دغې پروژې په هکله د اړینو معلوماتو په وړاندې کولو سره وویل چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د افغانستان په څو ولایتونو کې د برېښنا د کمښت ستونزه هواره شي.

په ورته مهال، د بغلان او میدان وردګ ولایتونو والیانو هم په خپلو خبرو کې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د کړنو په ستایلو سره یادونه وکړه، چې دغه پروژه  به د افغانستان د خلکو د برېښنا د برابرولو په برخه کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه وي.

د غونډې په دوام کې، د عوفي بهرام او افغان انویسټ شرکتونو مسؤلینو د اسلامي امارت د اعتماد ستاینه وکړه او خپله ژمنه یې د دغې پروژې په پلي کولو کې څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه په دوو برخو کې چې یوه برخه یې له شبرغان د پلخمري تر خواجه الوان دښتې پورې ده، د افغان انویسټ شرکت له لوري به پلي شي او دوهمه برخه یې چې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د پلخمري له خواجه الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې، سب سټیشنونو او د تره خېلو او بت خاک لېږد مزي هم شاملې دي، د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عوفي بهرام ودانیز شرکت په وسیله د دوو کلونو په موده کې پلې کېږي.

د دغې پروژې په پلي کېدو سره تر ۱۰۰۰ مېګاواټه زیاته برېښنا له ترکمنستان څخه  افغانستان ته لېږدول کېږي چې د کابل او ۱۲ ګاونډویو ولایتونو د برېښنا ستونزه به هواره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۸:۵۱
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې  “د اوبو اونۍ” تر عنوان لاندې د وزیرانو په کچه مهم فورم کې ګډون وکړ او د افغانستان په استازیتوب یې هراړخیزه وینا وړاندې کړه.

۷ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۵/ حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

څلورنۍ

ښاغلي آخندزاده په خپله وینا کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو ډیپلوماسي د پیاوړتیا، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۸
Background image

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ کې د چکډيم پروژې څخه ليدنه ترسره شوه.

۶/شوال/ ۱۴۴۷ هـ ق

۴/ وری/ ۱۴۰۵هـ ش

د ننګرهار سينديزې فرعي حوزې رياست  تخنیکي تيم خوګياڼو ولسوالي اړوند ساحه کې د جوړيدونکي چکډيم د ساختماني چارو څخه ليدنه وکړه او کومه ذخیره چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۵
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د تاشکند د اوبو اونۍ په مهم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد ته  په رسمي سفر لاړ.

۶ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۴ / حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

درېنۍ

دغه سفر د سیمې او نړۍ په کچه د اوبو د مدیریت، همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. د تاشکند د اوبو اونۍ فورم، چې. . .

بیرته تګ

User account menu