لوګر ولایت کې د التمور کانال د پاکاري او ساتنې او پاملرنې په هکله خبرې، اترې وشوې

د لوګر ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د لوګر ولایت د التمور له قومي مشرانو سره د التمور کانال د پاکاري ، د هغه د ساتنې او پاملرنې او بیارغونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
همدارنګه، په دغه لیدنه کې د نوموړي کانال له اوبو څخه د سمې ګټې اخیستنې په هکله هم اړینې لارښوونې وشوې.