لوګر ولایت کې د خدر کانال پروژه د څه باندې ۷۱ زره ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر ولایت کې د خدر کانال پروژه د ۷۱ زره، ۵ سوه او ۶۴ ډالرو په لګښت د کابل عمومي حوزوي رئيس محترم انجنیر محمد عارف مومند، د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د نوموړې پروژې ګټې ته د سپارلو په غونډه د کابل عمومي حوزوي رئيس د دغې پروژې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د لوګر د اوبو او انرژي رئيس له خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې د دغې پروژې په ساتنه او څارنه کې همکاري وکړي.
دغه کانال د یو کیلو متر اوږدوالي په درلودلو سره د ۶۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري، چې پکې ۶ پل ګوټي، ۴۵ متره سوپر پسیج او ۲۳ لویې او کوچنۍ دروازې شاملې دي چې چارې یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دد غه کانال چارې د اف.اي. او موسسې په مالي لګښت د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدې.