مطبوعاتي اعلامیه !
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین او د هلمند سیند کمیسار محترم انجنیر مجیب الرحمن عمر «آخندزاده» په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت له معاون ښاغلي سید حسن مرتضوي سره نن سهار په خپل کاري دفتر کې وکتل. په دې ناسته کې د وروستیو سیلابونو د لا ښه مدیریت په ګډون د هلمند سیند د ۱۳۵۱ ه . ل تړون د بشپړ پلي کیدلو په اړه د دواړو لوریو تر منځ په دوستانه فضاء کې بحثونه تر سره شول. د اوبو د مسئلې تر څنګ د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو پر لا پراختیا ټینګار وشو .