مطبوعاتی اعلامیه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۹ - ۱۵:۲۰
1

د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند سیند اوبو تړون شتون لري، چې په ۱۳۵۱  ه‍.ل کال کې د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو له لوري امضاﺀ شوی او دمګړۍ نافذ دئ.

د دغه تړون د ښه تطبیق په موخه د هلمند سيند اوبو د معاهدې د اوومې او اتمې مادې پر اساس او د تړون لومړۍ ضمیمه پروتوکول له مخې د اړوند هېوادونو کمیسارانو له خوا د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند اوبو کمیسارانو ګډې نوبتي غونډې له ۱۳۸۳ ه‍.ل کال را په دې خوا هر کال دوه ځله په نوبتي شکل په افغانستان او ایران کې تر سره کېږي، چې تر اوسه ٢٥ ګډې ناستې تر سره شوې. ٢٤ مه غونډه ئې د ۱۴۰۰ ه‍ .ل کال د دلوې میاشتې له نهمې تر یولسمې نېټې پورې زموږ د نيمروز ولايت په زرنج ښار کې تر سره شوه. د دې ناستو په تسلسل يو متخصص پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معين؛ ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر "آخند زاده" په مشرۍ، د هلمند اوبو د کميسارانو په ۲۵ ناسته کې د ګډون لپاره چې د روان کال د جوزا میاشتې له 27-25 نېټې پورې د ګاونډي هېواد ايران په تهران ښار کې ترسره شوه، ياد هېواد ته سفر وکړ.

په یاده غونډه کې د هلمند تړون پر کامل تطبیق او د پلي کېدو پر وړاندې یې پر خنډونو لېرې کولو بحث وشو. له دي جملي د ١٤٠٠- ١٤٠١ غیرنورمال اوبېز کال ارزولو ترڅنګ، د حقآبې تآمین او د معاهدې مطابق د دریو نقطو پر جوړېدو ټېنګار وشو. افغاني هیئت د افغانستان ملي ګتو مطابق په مذاکراتو کې فعاله ونډه درلوده او د تړون کامل تطبیق په برخه کې له دوست او ګاونډي هېواد ایران سره لازم بحثونه وشول.

هیئت د برنامې سره سم د جوزا/غبرګولې میاشتې په ٢٨ نېټه بېرته هېواد ته راستون شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu