ننګرهار ولايت  ته  د افغانستان د اسلامي امارت  د اوبو او انرژى  وزير ملا عبداللطیف منصور کاري سفر

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳۱ - ۹:۲
1

د اوبو او انرژى محترم وزیر ملا عبداللطیف منصور ننګرهار ولایت ته تشريف راوړى وو.

لومړى د ننګرهار سينديزې حوزې  ته راغلو او د سينديزې حوزې په مقر کې دياد رياست له پرسونل سره مجلس وکړو.

مجلس د قران کريم په تلاوت سره پیل شو  ورپسي د سينديزې حوزې رئيس الحاج سيد فضل احد هاشمي وزير صيب او اغلو ميلمنو ته ښه راغلاست  وويل او د ننګرهار حوزې په رابطه  یې هراړخيزمعلومات  شريک کړه په لاسته راوړنو اومشکلات يې تفصيلي وينا وکړه.

دکارمندانو په  نماينده ګي داوبو د تنظيم امر محترم مولوى سيد محمد صادق  هاشمي خبرې وکړې.

ورپسي داوبو او انرژي محترم  وزیر داوبو او انرژي  وزارت  په  بودیجه  او 1401 تشکیل  وغږیده ، همدارنګه دوزارت اړوند مسايل اوخپل کاري سفر په اړه ويناو کړه.

ترغرمې وروسته  د ننګرهار سينديزې حوزې رياست کې دPMS  جاپان موسسې له مسؤلينو سره ناسته وکړه پدي ناسته کې دننګرهار سينديزې حوزې رئيس الحاج سيد فضل احد هاشمي هم حضور درلوده دPMS په نماینده ګي استاد ديدار مشتاق خبرې وکړې دخپلو روانو پروژو او راتلونکي په هکله یې معلومات ورکړل  ورپسي داوبو او انرژي محترم وزیر خبرې وکړې دپروژو د ښه تطبیق او همغږي په اړه  یې پوره  ډاډ ورکړ  او فيصله  وشوه چې ساحې ته لاړ شو او کارونه  د نږدي وکتل شي .

تر دي مجلس وروسته محترم وزير صيب چې د سينديزې حوزې رئيس هم ورسره ملګری وو دننګرهار ولايت مقام ته تشريف يوړه  د ياد ولایت  د معاون مولوي رباني سره یې  ولیدل وزیر صيب ورسره داوبو او انرژي وزارت راتلونکې پلانونه شريک کړل او دکارونو په همغږي یې  ټينګار وکړ.

د دې څخه وروسته محترم وزیر صيب  د ننګرهار ولايت  مرستيال  د سينديزې حوزې رئيس اوتخنيکي ټيم  خیوې  ولسوالي ته سفر وکړ  دPMS  دپروژو لکه مرواريد1کانال، برکاشکوت اميرانو سربندونو او کانالونو او ټریننګ سنټر څخه  یې ليدنه وکړه.

او دماښام  د لمانځه  وروسته بيرته سينديزې حوزې ته راستون شو اوخپل کاري سفر  یی پاى ته ورساوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu