هلمند ولایت کې د څه باندې ۳۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړېدو چارې پيل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۳۲
1

هلمند ولایت کې د ۳۶۷ میلیونه ۴۸۹ زره او ۵۷۲ اعشاریه ۳۵ افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزارت او د عمري سوداګریز ودانیز شرکت ترمنځ ګډ مشارکتي سوداګریز مارکیټ"لقمان حکیم" د هلمند د عمومي سیندیزې حوزې د سرپرست محترم انجنیر حبیب الله دین دوست، د چارو ادارې عمومي ریاست د عامه او خصوصي مشارکت رئيس محترم مفتي عبدالواحد عثماني، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي عبدالرحمن حذیفه، د عمري سوداګریز ودانیز شرکت د مسؤلینو او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د دغه پنځه پوړیز مارکیټ د جوړېدو په مراسمو کې د هلمند عمومي سیندیزې حوزې سرپرست وویل چې دغه سوداګریز مارکیټ د لښکرګاه په لومړۍ ناحیه کې د دغه ریاست په ملکیت کې په مشارکتي ډول جوړیږي، چې پکې ۴۰ بلاکونه، ۲۷۰ دوکانونه او د وسایطو لپاره مجهز تمځای او یو باب لوی مجهز جومات شامل دی.

په دغه پروژه کې چې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او نوموړي سوداګریز شرکت ته په مشارکتي ډول د ۲۰ کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu