په اوبو او انرژي وزارت کې نوې تبدیلۍ

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۱۶:۵۱
1

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د لزوم دید او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم په اساس

محترم حاجي محمدالدین " نیازی" چې له دې وړاندې یې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي رئیس په توګه دنده ترسره کوله، اوس مهال د کورني تفتیش د رئیس په توګه، محترم مفتي امیر عبدالله "جهاند" چې له دې وړاندې یې د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره هئیت دایمي غړي په توګه دنده ترسره کوله، اوس مهال د وزارت د مالي او اداري عمومي رئیس په توګه او محترم فضل الرحمن "سعید" د کورني تفتیش مخکینی رئیس د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره هئیت د دایمي غړي په توګه د دفتر عمومي رئیس محترم قاري محمد عبدالعزیز "عزیز" له لوري همکارانو ته وپېژندل شول.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس د هغوی د پېژندنې په غونډه کې، په اداراتو کې بدلون او تبدیلي یو اصل وباله د دغو تبدیلیانو موخه یې په غوره توګه د چارو اجراء او پرمختګ وبالهٔ.

هغهٔ همدارنګه په تېرو دندو کې د یادو رئیسانو کړنې وستایلې او هغوی ته یې په اوسنیو دندو کې د لا زیاتو خدمتونو د توفیق هیله وکړه.

له بلې خوا نوموړو رئیسانو هر یوه په خپل وار سره په تېرو دندو کې خپلو فعالیتونو ته په لنډې اشارې سره ژمنه وکړه چې د اوسنیو دندو په ترسره کولو کې به هم خپلې ټولې هڅې په کار اچوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu