په تخار ولایت کې د یتیم تپې عمومي کانال د سربند او تحکیماتو د ساتنې او مراقبت پروژې چارې پنځه اتیا(85) سلنه بشپړې شوې دي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۱:۳۰
1

د تخار ولایت په ینګې قلعه ولسوالي کې د یتیم تپې عمومي کانال د سربند او تحکیماتو د ساتنې او مراقبت پروژه، چې د اوبو او انرژي وزارت په مالي ملاتړ، د نوموړي وزارت او د دشت قلعې ښکتنې پنج سیندیزې فرعي حوزې د انجنیرانو تر څارنې لاندې پلي کیږي، پنځه اتیا(85) سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د یتیم تپې عمومي کانال، د تخار ولایت په ینګې قلعه او خواجه بهاءالدین ولسوالیو کې څه باندې یو سلو پنځوس زره(150000) جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي، چې نوموړې پروژه د یاد کانال د سربند او تحکیماتو د ساتنې او مراقبت او د پنج سیند د تخریباتو د مخنیوي په موخه پلي کیږي او پکې ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu