په خوست ولایت کې د څپري کلي دری کنده چکډم د جوړېدو چارې د  (۱۹۹۹۹۹۸،۲) افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۰:۴
1

د خوست ولایت د صبریو ولسوالي د څپري کلي دری کنده چکډم د جوړېدو چارې د یو میلیون، نه سوه نه نوي زره، نه سوه اته نوي اعشاریه دوه (۱۹۹۹۹۹۸،۲) افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت، د یاد ریاست تخنیکي سلاکار انجنیر مجاهدالله ، د صبریو مرستیال ولسوال محترم نیازباالدین او یو شمیر سیمه ییزو مسئولینو، علماوو او مخورو په شتون کې پیل شوې.

نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د سوپر نوري ودانیز شرکت له لوري د (۳۲،۶۰) متره په اوږدوالي، د تهداب په شمول د  (۶،۲۰) متره په لوړوالي، په تهداب کې د (۳،۸۰)  متره او په سر کې د (۷۰) سانتي متره سور سره جوړیږي، چې پکې لسګونو کاریګرو ته د کار زمینه چمتو کیږي.

د نوموړي چکډم په جوړېدو سره به لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu