په سمنګان ولایت کې د آب کیلي بند تر څنګ به د اوبو مدیریت یو شمېر نورې پروژې تطبیق کیږي.

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۸:۴۶
1254

په سمنګان ولایت کې د آب کیلي بند تر څنګ به د اوبو مدیریت یو شمېر نورې پروژې تطبیق کیږي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس انجنیری خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د سمنګان ولایت ښاغلي والي محمد داوود کلکاني سره د اوبو مدیریت پروژ په اړه لیدنه وکړه.

ښاغلي تکل په دې لیدنه کې د سمنګان ولایت ښاغلي والي ته په هغه ولایت کې د اوبو مدیریت پرمختائي پروژ د تطبیق په اړه اطمینان ورکړ، زیاته یې کړه: چې د آب کیلي بند د جوړولو قرارداد د ملي پراختیا شرکت سره لاسلیک شوی او همدا شان په لسګونو د چکډیم پروژې په هغه ولایت کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د انجنیرانو لخوا سروې شوي دي چې په راتلوونکي کې به یې چارې پيل شي.

په دې لیدنه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي تکل د زراعتي ځمکو او څارویو لپاره د اوبو برابرولو په برخه کې د چکډیم پروژو په اهمیت رڼا واچوله او د اوبو چارو دتنظیم ملي ادارې له مسؤلینو یې وغوښتل چې د پروژو په تطبیق کې د سمنګان ولایت د خلکو لمړیتوبونه په نظر کې ونیسي.

په اخر کې د سمنګان ولایت ښاغلي والي د هیواد د اوبو د مدیریت په برخه کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د کړنو قدرداني وکړه او د دې ادارې د رهبرۍ هڅې یې د قدر وړ او ارزښتناکې یادې کړې.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu