په غزني ولایت کې د یوه بند د جوړولو چارې د ۱۸میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۹:۴۶
1

د غزني ولایت دجاغوري ولسوالي د زیرک په کلي کې د یوه منځني بند پروژې چارې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د غزني سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار محترم انجنیر محمد نذیر سهار، د یادې ولسوالي ولسوال، امنیه قوماندان او یو شمېر مشرانو په شتون کې پرانیستل شوې.

یاد بند چې د ۱۵ متره لوړوالي ، ۹ متره پلنوالي او په لاندنې برخه کې د ۲۲ متره په  اوږدوالي سره جوړیږې د ۹۳ زره متره مکعب اوبو د ذخیره کولو، ۳ کیلو واټه برېښنا د تولید او د ۳۸۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو  وړتیا به ولري او ۳۸۵ کورنۍ به په مستقیم ډول ورڅخه ګټه پورته کړي.

د یاد بند چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د غزني سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu