په لوګر ولایت کې د اتو کاریزونو د رغولو چارې په نږدې وخت کې پیلیږي

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۴:۲۰
1

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئیس ملا محمد اسماعیل اخندزاده او انجنیر فضل الرحمن عمرزي د ریاست په مقام کې د حقیق صمیمي ودانیز شرکت له مسئول سره وکتل.

پدې لیدنه کې د لوګر ولایت د اتو کاریزونو پروژې چې د سروې او ډیزاین چارې یې د یونیسکو ادارې لخوا ترسره شوې وې، د آزاد رقابت له لارې حقیق صمیمي ودانیز شرکت ته په قرار داد ورکړل شوې، چې مالي لګښت یې د یونیسکو ادارې له لوري ورکول کېږي او په نږدې وخت کې به یې د رغولو چاري په عملي بڼه پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu