په لوګر ولایت کې د نظر خم او همي چکډمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه
د کابل سیندیزې عمومي حوزې او د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ګډ تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د نظر خم او په څرخ ولسوالي کې د همي چکډمونو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو د چټکتیا او غوره ترسره کولو په موخه یې اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
