په نغلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې دي
د کابل ولایت د سروبي ولسوالي په نغلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې ودانیزې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې او د پاتې چارو په بشپړېدو سره به یې د دغې پروژې تولید شوې برېښنا د برېښنا له ملي شبکې سره ونښلول شي.
نوموړې پروژه د اوبو او انرژي وزارت تر مدیریت لاندې د یوه خصوصي شرکت په پانګونې سره پرمخ وړل کېږي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.