په ننګرهار ولایت کې د تنګي توغچې کانال د جوړولو په موخه درې اړخیز تړون لاسلیک شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۹:۳۳
1

دغه درې اړخیز تړون د ننګرهار والي محترم ملا محمد نعیم آخند، د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس محترم سیدفضل احد هاشمي او د جاپان د پي ام اس موسسې  د مسؤلې آغلې انجنیرې اووا ترمنځ د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالي کې د تنګي توغچې کانال د جوړولو او د کوز کنړ ولسوالي اړوند د سیند د تحکیماتو لپاره د بولډروال د جوړولو په موخه لاسلیک شو.

د دغه تړون د لاسلیکولو پر مهال، د ننګرهار والي په دې برخه کې د پي ام اس موسسې د مسؤلینو هڅې وستایلي او هغوی ته یې د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

د نوموړي تړون پر بنسټ، یاده پروژه د جاپان د پي ام اس موسسې له لوري د ننګرهار سیندیزې حوزې په همکاري د یو سلو څلور اویا زره ، نهه سوه او څلور وېشت (۱۷۴۹۲۴) آمریکایي ډالرو په ارزښت ډېر ژر پیلږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu