په هلمند ولایت کې د کره کان د اوبو ذخیره کولو کوچني بند د جوړولو چارې د 2496775 افغانیو په ارزښت بشپړې او کټې اخیستنې ته وسپارل شو

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۱:۰
۱

 

د هلمند ولایت په واشیر ولسوالي کې د کره کان د اوبو ذخیره کولو کوچني بند د جوړولو چارې د دوه میلیون، څلورسوه شپږ نوې زره، اووه سوه پنځه اویا(2496775) افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړی ذخیروي بند د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د اوبو زیرمه کولو، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د موسمي سیلابونو د کنترول په موخه جوړ شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې اوسهمال د هلمند ولایت په لسو(10) ولسوالیو کې د لسو(10) اوبو ذخیره کولو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې روانې دي، چې پکې ګڼ شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu