په هېواد کې د انرژي د تولید او پراختیا په موخه ۳۷ پروژې د  ۵۷۶۷ مېګاواټه برېښنا په ټولیزې وړتیا په لاره اچول شوې دي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۷:۲۱
1

د اوبو انرژي وزارت د اوبو مدیریت په برخه کې د پام وړ کړنو د ترسره کولو برسېره، په هېواد کې د انرژي د تولید او پراختیا په برخه کې هم تاریخي ګامونه پورته کړي او په دې برخه کې ګڼې پروژې په بېلابېلو ولایتونو کې له بېلابېلو سرچنیو  لکه د اوبو، لمر، ډبرو سکرو او باد څخه د انرژي د تولید  پروژې شاملې دي، په لاره اچولې دي.

د دغو پروژو له ډلې څخه د کابل ولایت په نغلو کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا یوه پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

اوسمهال اووه پروژې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي د انرژي د لېږد نورو پروژو او پراختیایي سب سټیشنونه تر کار لاندې دي، چې په پلي کېدو سره به یې له ترکمنستان څخه د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا واردولو ته زمینه چمتو شي.

همدارنګه، له دغې ټولګې څخه د ۳ پروژو توافقنامې لاسلیک شوې او د نورو پروژو په هکله هم له پانګوالو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تر هوکړه لیک لاندې پروژو په ډله کې د لوګر ولایت د پل علم د لمریزې برېښنا د تولید پروژه د ۱۰۰ مېګاواټو په وړتیا، د غزني ولایت د لمریزې انرژي پروژه د ۱۵۰ مېګاواټو په وړتیا، د نغلو د لمریزې برېښنا د تولید پروژه د ۱۰۰ مېګاواټو په وړتیا،  د کندهار ولایت د دهلې بند د څښاک اوبو د برابرولو، اوبولګولو او برېښنا د تولید پروژه د ۳۰ مېګاواټو په وړتیا،  په بلخ ولایت کې د ډبرو سکرو له سر چینو څخه د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا په وړتیا او د ۲۵۰ مېګاواټو په وړتیا د لمریزې برېښنا پروژه د عوفي بهرام شرکت له لوري شاملې دي، چې چارې یې د هوکړه لیک په پړاو کې په ښه توګه پرمخ تللې او په راتلونکي کې به یې د پلي کولو قرارداد هم لاسلیک شي.       

      د اکثرو دغو پروژو منظوري هم د امیر المومنین حفظه‌الله له لوري ورکړل شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵۲
Background image

هرات ولایت کې د یوه چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د هریرود – مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د نوموړو ریاستونو ګډ تخنیکي ټیمونو د دغه ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۶
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د بدخشان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي سره یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۲۶
Background image

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي رئیس د شیرین تګاب ولسوالي يوشمېر قومي مخورو او متنفذینو سره وکتل.

د فاریاب د اوبو او انرژي رئیس، محترم الحاج مولوي محی‌الدین مبارز د شیرین‌ تګاب ولسوالي له یو شمېر سپین‌ ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې د یادې ولسوالي د اوبو د کمښت ستونزې. . .

بیرته تګ

User account menu