په هېواد کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو کورنیو ته د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د تسلیت او غمرازي پیغام

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۶:۳
۱

په ډېرې خواشیني سره مو خبر ترلاسه کړ، چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یوې زورورې زلزلې زموږ ګڼ شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

له همدې امله د پېښې د قربانیانو کورنیو، د هغوی خپلوانو، دوستانو او د افغانستان ټولو خلکو ته د خپلې خواخوږي او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوم او د دې غمجنې پېښې شهیدانو ته د لوی خدای (ج) له درباره د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم او پاته شویو ته د زړه صبر، اجر او نعم البدل غواړم.

څرنګه چې د دغې پېښې قربانيان لاس نيولو او مرستې ته سخته اړتيا لري، نو له نړيوالې ټولنې، خيريه ټولنو او د هېواد له نورو خيریه بنسټونو څخه هيله کوو چې په دې سخت او ستونزمن حالت کې د دغې پېښې له قربانيانو سره په همکاري کې خپل اسلامي، ايماني او انساني  مسؤلیت ترسره کړي.

و من الله و التوفیق

د ا.ا. د اوبو او انرژي وزرات سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu