په کابل ولایت کې د څه باندې 40 میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډمونو د پلي کولو پروژو چارې پیل شوې
د نوموړو پروژو د پرانیستې مراسم د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالي کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د کابل والي محترم شیخ محمد قاسم خالد، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي ولي محمد تائب، د خاک جبار ولسوال مولانا غلام صدیق دانش، مخورو او د وزارت د یو شمیر نورو تخنیکی مسئولینو په شتون کې ترسره شو.
په دغو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د نوموړو پروژو د پلي کولو موخه د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالي کې د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا، د موسمې سیلابونو کنترول او د سیلابونو د ویجاړیو مخنیوی وباله.
په ورته مهال، د کابل والي په دغو مراسمو کې وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې شفافیت راوستی او د خدمتونو وړاندې کول یې په شعارونو نه بلکې په عمل کې ثابت کړی دی.
د دغو مراسمو په دوام کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئیس انجنیر حبیب الرحمن حقپال هم د نوموړو پروژو ارزښت ته په اشارې سره د قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د پروژو د کیفیت په برخه کې لازیاته پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د چکډمونو نوموړې پروژې به د کابل ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اسلامي امارت په مالي لګښت سره پلي شي.