پکتیا ولایت کې د یوه کانال د حفظ او مراقبت او د اوبو  د دوو ذخیرو د پاکاري د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۶:۴۰
1

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او مل پلاوي د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د درنګ کانال د حفظ او مراقبت د ودانیزو چارو او د کوتي خېلو او دولتزیو د اوبو د ذخیرو د رسوباتو د پاکاري او د رسوباتو نیونکو ودانیو د جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره کیفیت او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه، د نوموړې حوزې له لوري د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د حوض کانال او سربند د حفظ او مراقبت او د ګلبهار کانال د استنادي دېوال، په زرمت ولسوالي کې د شاگوم خېلو د اوبو وېشونکي ودانۍ او د کوچني چرنګ سربند د حفظ او مراقبت پروژو چارې روانې دي.

د نوموړو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د شته اوبیزو تاسیساتو ساتنه وشي  د اوبو ضایعات به کم¬ او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا لامل به شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۱۷
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۸
Background image

بیرته تګ

User account menu