پکتیکا ولایت کې د ترخه چکډم د جوړولو قراردادي شرکتونو ته ساحه وسپارل شوه او ورته د کار د پيل مکتوب ورکړل شو
د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالي د خیربین کلي د ترخه چکډم د جوړولو قراردادي شرکتونو ته ساحه وسپارله او د کار د پیل مکتوب یې ورکړ.
د نوموړي چکډم د جوړولو قرارداد د اڅکزي او حمیدي ودانیزو شرکتونو سره د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک شوی او اړوندو مسؤلینو ته د کار د پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وشوې.