پکتیکا ولایت کې د شاوخوا 3 میلیونه افغانیو په لګښت د اداول چکډم د جوړولو چارې پیل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۰:۲۹
1

د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالي کې د دوه میلیونه، نه سوه، درې اتیا زره، یو سلو شل(2983120) افغانیو په لګښت د اداول چکډم د جوړولو چارې د ګومل پکتیکا سیندیزې فرعي حوزې د استازي انجنیر لعل آغا حقمل، د قراردادي شرکت استازي او د یو شمیر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

نوموړی چکډم د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د 32.5 متره په اوږدوالي، د ځمکې له سطحې څخه د 5 متره په لوړوالي، په تهداب کې 5 او په سر کې 0.8 متره سور سره جوړیږي، چې د 2050 متره مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا به ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu