پکتیکا ولایت کې د یوه چکډم چارې د څه باندې درې نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالي د حاجیانو کلي د چکډم چارې د درې میلیونه، شپږ سوه، دوه اویا زره اووه سوه شپېته اعشاریه اته (3672760.8) افغانیو په لګښت پیل شوې.
نوموړی چکډم د 89 متره په اوږدوالي او 5 متره لوړوالي سره د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو د اوبو ستونزې تر یوه بریده پورې هوارې او د ځمکې لاندې اوبه هم پياوړي شي.