چین هېواد کې د باغدرې برېښنا بند د ډبرو د مطالعاتو پروسه پرانیستل شوه

MEW-Media
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۰:۳۰
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست (واپیکا)  رئيس محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزي او ورسره مل تخنیکي ټیم چین هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد په کیومنګ ښار کې د پاورچینا شرکت له عمومي رئيس ښاغلي  姚东yao zong  او د هغه شرکت د مطالعاتو او لابراتوارونو څانګې له مسؤلینو سره وکتل او د باغدرې برېښنا بند د چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د نوموړي شرکت مسؤلینو د ښاغلي عمار مموزي او ورسره مل تخنیکي ټیم په شتون کې د  باغدرې برېښنا بند د ډبرو د مطالعاتو پروسه په رسمي توګه پرانیسته.

همدارنګه، ښاغلي عمار مموزي د نوموړي شرکت له عمومي رئيس څخه د باغدرې برېښنا بند د ډبرو د مطالعاتو په پروسه کې د کره پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د نوموړي شرکت عمومي رئيس د اوبو او انرژي وزارت پلاوي ته د نوموړي بند د ډبرو په مطالعاتو کې د کره پاملرنې د ډاډ ترڅنګ د هر راز همکاري ژمنه ورکړه.

د یادونې وړ ده، چې د باغدرې برېښنا بند د اوبو او انرژي وزارت یو له مهمو پروژه څخه ده، چې په جوړېدو سره به یې څه باندې ۲۴۰ مېګاواټه برېښنا تولید شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu