ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین نن پنجشنبه  د ښاري اوبو د مدیریت سیمه ایز مرکز د حکامو شوری په دیارلسمه ناسته کې  چې په تهران کې جوړه شوې وه، په مجازي بڼه ګډون وکړ.

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۴:۵۹
1

ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین نن پنجشنبه  د ښاري اوبو د مدیریت سیمه ایز مرکز د حکامو شوری په دیارلسمه ناسته کې  چې په تهران کې جوړه شوې وه، په مجازي بڼه ګډون وکړ.

د ښاري اوبو د مدیریت سیمه ایز مرکز هغه سازمان دی چې د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان(یونسکو) تر چتر لاندې د سیمې د ۱۹ هېوادونو او شاوخوا ۱۰ نړۍ والو سازمانونو په غړیتوب سره د اوبو سکتور اړوند د ظرفیت جوړونې، د تجاربو شریکول، د علمي تحقیقاتو او د اوبو په برخه کې د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په برخه کې فعالیت کوي.

په دې غونډه کې د اوبو محترم معین په خپله وینا کې د افغانستان د اوبو سرچینو پر وضعیت، د اوبو پر سرچینو د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغیزو، په کابل او نورو لویو ښارونو کې د څښاک  اوبو رسونې پر ستونزو او حل لارو او د ښاري اوبو مدیریت په برخه کې د سیمې هېوادونو تر منځ د همکاریو پر پراختیا بحث وکړ.

غونډه د افغانستان پر وخت د سهار ۱۰ بجې پیل او د ماسپښین تر ۱:۳۰ بجې پورې یې دوام درلود چې پکې د حکام شوری د غړو هېوادونو د استازو د ویناوو سربیره د مرکز اړوند تېر فعالیتونه او راتلونکې پلانونه وارزول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu