کابل ته د پنجشير د اوبو د لېږد او د اوبو د تصفیې شرکتونو ته د جوازونو د وېش پر څرنګوالي د همغږي او پانګونې د جلبولو په موخه غونډه جوړه شوه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۱/۳/۷ - ۱۴:۱۶
7/3/1401

دغه غونډه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئیس ښاغلي انجنیر عبدالغفور "عمري" په مشري چې پکي د دغه وزارت یو شمېر رئیسانو، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د عامې روغتیا وزارت او د کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړی و، اوبو او انرژي وزارت کې ترسره شو.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت ، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د عامې روغتیا وزارت او د کابل ښاروالۍ استازو د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو د انتقال پر څرنګوالي ، د اوبو تصفیې شرکتونو ته د جوازونو د ویشلو او د اوبو د تصفیې شرکتونو د جوازونو د غځیدو پر څرنګوالي بحث او د نظر تبادله وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو چارو د تنظیم عمومي رئیس ښاغلي انجنیر عبدالغفور "عمري" د یاد وزارت د اوبو سرچینو رئیس ښاغلي انجنیر فایزالرحمن "عزیزي" په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او همدارنګه د اوبو د تصفیې شرکتونو ته د جواز ورکولو پروسې په اوږدمهاله او لنډ مهاله توګه خبرې وکړې.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د اوبو او انرژي وزارت، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د عامې روغتیا وزارت او د کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون دې د هغو شرکتونو سره چې غواړي د اوبو د تصفیې  په برخه کې پانګونه وکړي، ګډه غونډه جوړه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu