کابل ولایت کې د واش کلویرت پروژې چارې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۷:۳۸
1

د کابل ولایت د استالف ولسوالي د پل چق چق، باغ مقبول، قول ساموسي، قول کرم او قول نعیم کلیو کې د واش کلویرت پروژې چارې د درې میلیونه، شپږ سوه او څلوېښت زره(۳،۶۴۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت پيل شوې.

په نوموړې پروژه کې د واش کلویرت پنځه ودانۍ شاملې دي ، چې د اوبو د غوره مدیریت، د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د کارموندنې په موخه پلي کېږي.

د نوموړې پروژې چارې د یو، این، ایف، اې، او سازمان په مالي ملاتړ د کابل د منځني سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د درې میاشتو په موده کې پلي کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۳۵۰ کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړي.

له بلي خوا، د کابل د منځني سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي نورالله حکمت او ورسره مل تخنیکي ټیم د کابل ولایت په کلکانو ولسوالي کې د ذمه چکډم د پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو  ته یې د چارو دغوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu