کندز ولایت کې د چهار درې عمومي کانال د ۳۰ دروازو د بیارغونې چارې د ۶ سوه زره افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۴:۵۷
1

د کندز ولایت د چهار درې ولسوالي د عمومي کانال د ۳۰ دروازو د بیارغونې چارې د  ۶ سوه زره افغانیو په لګښت د پنج آمو عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د نوموړي کانال د دروازو د بیارغونې چارې  د ډي. اي. آی موسسې په مالي لګښت د پنج آمو عمومي حوزوي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی کانال د ۵۵ فرعی دروازو په درلودلو سره  د ۱۲۰ زره جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۴۳
Background image

کاپيسا ولایت کې د اوبو په برخه کې اووه پروژې د څه باندې یوولس میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کاپيسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د پورتني او کښتني هندوسوز سربندونه، میرکلا، نوروزخېلو، محب‌خېلو، شاطو او میاخېلو د سیند غاړو ټینګښت پروژو چارې د ۱۱ میلیونه، ۶۸۷ زره او ۷۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د هرات ولایت د پاشدان بند په کاسه کې څه د پاسه ۳ متره اوبه زېرمه شوې دي

د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د دغه ریاست یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د پاشدان بند له وضعیت څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د بند د ساتنې او مراقبت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵۷
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او حفظ او مراقبت پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري په تڼیو، ګربزو او علیشیرو ولسوالیو کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او. . .

بیرته تګ

User account menu