کندهار ولایت کې د دهلې بند د ساتنې او څارنې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د کندهار د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د کندهار ولایت د دهلې بند د ساتنې او څارنې پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړي بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې په ښه توګه روانې دي.