کندهار ولایت کې د سربند، دروازې او استنادي دېوال د جوړولو چارې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۳:۳۶
1

د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالي د کلانتر په کلي کې د ۵۰ متره په اوږدوالي د یوه سربند، د اړوند کانال دروازه، د کانال ۲۰ متره په اندازه پاک کاري او د ۵۴ متره استنادي دېوال د جوړولو چارې د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د ملګرو ملتونو د پراختیايي دفتر په ۱ میلیون ۴۴۵ زره ۷۸۰ اعشاریه ۴۰ افغانیو په مالي لګښت پیل شوې.

نوموړې پروژه د زراعتي ځمکو د خړوبولو او کانال ته له رود څخه د اوبو پورته کولو په موخه جوړېږي چې یو شمېر ځایي اوسېدونکو ته يې د کار زمینه هم برابره کړې او چارې به یې د ۲ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu