کندهار ولایت کې د یوه چکډم جوړولو چارې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۴:۲۰
1

د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د پای کاریز په کلي د کندهار ولایت د یوه چکډم جوړولو چارې د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زرو او ۸۳۸ افغانیو په لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا سید محمد شرافت او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوه.

نوموړی چکډم د ۲۳ متره په اوږدوالي او ۸.۳۵ متره په لوړوالي سره جوړیږي، چې د ۲۲ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري.

د دغه چکډم د چارو په بشپړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو کچه پورته او د اوبو په برخه کې د نوموړي کلي د کروندګرو ستونزې هوارې شي.

د دغې پروژې چارې د افغانستان اسلامي امارت په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu